کونړ؛ د باتوران دود فدراسیون د لوبڅارۍ سمينار پاې ته ورسېد

یاد سمینار څلور ورځې مخکې د کونړ ولایت د باتوران دود فدراسیون د مسوول استاد عبدالرحمن حبیبزي له خوا ورزشکارانو ته د مسلکيتوب په موخه د لوبڅارۍ سمينار پيل شوې وو چې ورزشکارانو ته پکې په عملي او نظري ډول د باتوراندود د لوبڅارۍ قوانين او مقررات تدريس شو .
ګډون کوونکو ورزشکارانو ته د آزموینې وروسته د ورزشي آمريت په همکارۍ تصديق نامې ورکړل شوې .