کونړ؛ د سیدجمال الدین پوهنتون د ټېپ بال کرکټ سیالۍ کمپیوټر ساینس پوهنځي وګټلې

org_admin
شنبه ۱۴۰۲/۷/۱ - ۹:۳۳
کونړ؛ د سیدجمال الدین پوهنتون د ټېپ بال کرکټ سیالۍ کمپیوټر ساینس پوهنځي وګټلې

د کونړ ولایت د ورزش امریت په مرسته د سیدجمال الدین پوهنتون د بېلابېلو پوهنځیو د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ ټورنمنټ سیالۍ د کمپوټرساینس بي لوبډلې په کټه پای ته ورسېد.

دغو سیالیو چې ۱۲ ورځې یې دوام وکړ پايلوبې ته یې د زراعت اې او کمپوټرساینس بي لوبډلو لارموندله.

د زراعت اې لوبډلې د لوبې پچه وګټله چې په ټاکلو لسو اورونو کې یې د ۷ ویکټو په زیان ۹۶منډې وکړې په مقابل کې د کمپوټرساینس بې لوبډلې ورکړل شوی هدف د ۵ ویکټو په سوځېدو سره په ۷.۳ اورونو کې پوره کړ او لوبه یې وګتله.

په پای کې ګټونکې لوبډلې ته کپ او غوره ورزشکارانو ته ډالۍ هم ورکړل شوې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۹ - ۱۵:۳۵
Background image

زابل، شاجوی ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې، چې یوه میاشت به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې پاک. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۹ - ۱۵:۳۲
Background image

هلمند؛ ناوې ولسوالۍ کې د لس لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ناوې ولسوالۍ کې د لس لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د عزیزي اتحاد لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۹ - ۱۴:۳۷
Background image

کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همغږۍ، د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په امام صاحب ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال B گروپ سيالۍ چې دوې مياشتې مخکې پيل. . .

BACK TO NEWS