کونړ؛ د مرکز اسعد اباد اړوند کرهالې سیمه کې د اتو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د کونړ ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د والیبال فدراسیون استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز کرهالې سیمه کې د اتو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د دویمې ناحیې ب لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سیالیو پایلوبې ته د دویمې ناحیې الف او ب لوبډلو لار موندلې وه او په پایله کې یې سیالې الف لوبډلې ته د ۳-۰ میدانونو په توپیر ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.