کونړ؛ شلتن ولسوالۍ کې لرسنو لوبډلې د ټېپ بال کرکټ سیالیو اتلولي وګټله

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۲۰ - ۱۰:۵۶
کونړ؛ شلتن ولسوالۍ کې لرسنو لوبډلې د ټېپ بال کرکټ سیالیو اتلولي وګټله

د کونړ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت په مالي ملاتړ د یاد ولایت د شلتن ولسوالۍ چوګام دره کې د ۱۳ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ، چې یوه میاشت مخکې پیل شوې وې؛ د لرسنو لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

په دغو سیالیو کې چوګام، سره شاه، لرسنو، مدرسې، سپين غر، کربوړۍ، سرکۍ، ونډۍ، پوميزا، باجوړيانو، سرحد او شاه‌ګۍ لوبډلو برخه اخیستې وه، چې پایلوبه یې د لرسنو او ونډۍ لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې لرسنو لوبډلې د ۴۹ منډو په توپیر سیالې لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې په خپل نوم کړه.

د پایلوبې مراسمو کې ګڼ شمېر قومي مشرانو، امنیتي ځواکونو او د ورزش مینوالو هم ګډون کړی و، چې په پای کې غوره لوبغاړو ته ورزشي ډالۍ او ستاینلیکونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۵/۵/۱۶ - ۹:۴۷
Background image

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

جمعه ۱۴۰۵/۵/۱۶ - ۹:۴۱
Background image

د فوټسال ملي لوبډلې د کانټنینټال جام سیالیو کې نیوزیلنډ ته ماته ورکړه

د فوټسال ملي لوبډلې د کانټنینټال جام سیالیو خپله څلورمه لوبه کې نیوزیلنډ ته د ۶ – ۱ ګولونو په توپیر ماته ورکړه.

په دغه سیالۍ د افغانستان لپاره امید قنبري او اکبر کاظمي دوه دوه ګوله او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۱:۱۴
Background image

پکتیا؛ څمکنۍ کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د کیک بوکسېنګ سيالۍ ترسره شوې

د پکتیا ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست له لوري د ياد ولايت په څمکنۍ ولسوالۍ کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د کیک بوکسېنګ دوستانه سيالۍ ترسره شوې.

دغه سيالۍ د نويو ځوانانو، ځوانانو او. . .

BACK TO NEWS