کونړ؛ مرکز اسعد آباد ښار کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې
د کونړ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز اسعد اباد ښار کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د خالد ډګر لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه کې خالد ډګر لوبډلې ۲ پر یو میدان په توپیر خپلې سیالې څوکۍ لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
دا سیالۍ د ځوانانو ترمنځ د یووالي په موخه ترسره شوې، چې ۲۰ ورځې یې دوام وکړ.
