کونړ؛ نرنګ ولسوالۍ کې د ٤٠ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

org2_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۹ - ۱۳:۱۹
کونړ؛ نرنګ ولسوالۍ کې د ٤٠ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

د کونړ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په نرنګ ولسوالۍ کې د ٤٠ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه د یارګل او نواباد لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې پچه یارګل لوبډلې وګټله او لومړی یې توپ وهنه وکړه، چې په ټاکلو لسو اورونو کې یې د اتو ویکټو په زیان خپلې سیالې لوبډلې ته د ٨٣ منډو هدف وټاکه. نواباد لوبډلې ټاکلی هدف د څلورو ویکټو په زیان د لوبې په شپږم اور کې ترلاسه کړ او د شپږو ویکټو په توپیر یې د سیالیو لومړۍ لوبه وګټله.

دا سیالۍ د ځوانانو ترمنځ د یووالي په موخه پیل شوي دي، چې یوه میاشت به دوام وکړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۵:۱
Background image

ميدان وردگ کې د واليبال څلورم پړاو سيالۍ پيل شوې

د ميدان وردگ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همکارۍ، د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ميدان ښار په سلمان فارس لېسه کې له اتو ولايتونو ۳۴ لوبډلو ترمنځ د واليبال څلورم پړاو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۴:۵۸
Background image

کونړ؛ منورې ولسوالۍ کې د ۲۵ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د کونړ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په منورې ولسوالۍ کې د ۲۵ لوبډلو ترمنځ د تېپ پال کرېکټ سیالۍ د وصال ټایګر لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۴:۵۶
Background image

بادغیس؛ بالا مرغاب ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پای ته ورسېدې

د بادغيس ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په بالا مرغاب ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پای ته ورسېدې.

دغه. . .

BACK TO NEWS