کونړ؛ په مرکز اسعد اباد ښار کې د کراټې ورزشکارانو له لوري سيالۍ او ورزشي فايټونه ترسره شول.

org_admin
شنبه ۱۴۰۲/۸/۶ - ۹:۵۳
کونړ؛ په مرکز اسعد اباد ښار کې د کراټې ورزشکارانو له لوري سيالۍ او ورزشي فايټونه ترسره شول.

د کونړ ولايت د ورزش امريت په همغږۍ د کراټې فدراسيون له لوري د ٢٠ تنو ورزشکارانو ترمنځ د مرکز اسعد اباد ښار په کرهالي پارک کې سيالۍ او نمايشونه ترسره شول.

په دغو سياليو کې يادو ورزشکارانو په خپلو کې جالبې او تخنيكي سيالۍ نندارې ته وړاندې کړلې.

د دغو سياليو په پاى کې د لسګونو نورو ورزشکارانو له لوري د نندارچيانو د تشویق او ورزش ودې په موخه په زړه پورې ورزشي نندارې هم ترسره کړلې چې د ګډونوالو له لوري تشویق شول.

د يادو سياليو او نمايشونو موخه د ورزشکارانو د وړتیا او استعداد لوړول او راتلونکو ولايتي او منتخبو سياليو ته د هغوى چمتو کول دي.

په پاى کې د کونړ د ورزش امريت له لوري مخکښ او هغه ورزشکاران چې ښې ورزشي نندارې يې ترسره کړلې په مډالونو او ستاينليکونو ونازول شول.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۵ - ۱۵:۳۷
Background image

پکتيا کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د پکتيا ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د فوټبال فډراسيون د استازولۍ له لوري د مرکز گردېز ښار په دولتزيو سيمه کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ "ولس او حکومت يو دی" په نوم د فوټبال سيالۍ د. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۵ - ۱۵:۳۰
Background image

ننګرهار؛ روداتو ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په روداتو ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د بړو انصاف. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۵ - ۱۵:۲۷
Background image

نورستان کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ د ننګراج لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د نورستان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د واليبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت له مرکز او ولسواليو د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ، چې څو ورځې وړاندې پيل شوې. . .

BACK TO NEWS