کونړ؛ په څوکۍ ولسوالۍ کې د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پيل شوې
د کونړ ولايت څوکۍ ولسوالۍ په خاکي قلعه سيمه کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د تېپ بال کرکټ ليګ سيالۍ پيل شوې.
دغه سيالۍ چې ۱۸ ورځې به دوام وکړي د پيل لوبه يې د صافي او انصاف لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، لومړی توپوهنه انصاف لوبډلې ترسره کړه او په ټاکلو لسو اورونو کې يې سيالې لوبډلې ته ۱۲۶ منډې هدف کېښود، د لوبې په دويمه پاڼۍ کې صافي لوبډلې ياد هدف د لوبې په وروستي اور کې پوره کړ او په يوه وېکټ يې بريا خپله کړه.
