کونړ؛ په څوکۍ ولسوالۍ کې د ۲۴ لوبډلو په ګډون د والیبال ټورنمنټ پیل شو

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۸/۱۴ - ۱۰:۱۳
کونړ؛ په څوکۍ ولسوالۍ کې د ۲۴ لوبډلو په ګډون د والیبال ټورنمنټ پیل شو

د کونړ ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت او والیبال فدراسیون په ګډه همکارۍ د دې ولایت په څوکۍ ولسوالۍ کې د حاجي عاشق الله والیبال کلب په کوربتوب د مشرقي زون ترڅنګ د مرکزي زون لوبډلو په ګډون د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د والیبال ټورنمنټ پیل شو.

د دغو سیالیو د پیل په لوبه کې د څوکۍ ولسوالۍ لوبډلې د نرنګ ولسوالۍ لوبډلې ته د ۳-۰ میدانونو په توپیر ماتې ورکړه.

همداراز په دویمه لوبه کې د میدان ښار لوبډلې د ننګرهار اتحاد لوبډلې د ۲-۱ میدانونو په ماتې ورکړه.

د دغو سیالیو راتلونکې لوبه به د میدان ښار او څوکۍ ولسوالۍ لوبډلو ترمنځ ترسره شي.

دغه سیالۍ به پنځه ورځې دوام وکړي، چې پر دوام به یې هره ورځ څلور لوبې وشي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۵
Background image

هلمند؛ خانشین ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په خانشین ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې، چې دوې اوونۍ به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې اتحاد. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۰:۵۸
Background image

نیمروز کې د جنوب لویدیځ زون فوټسال سیالۍ د هلمند سباوون لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د نیمروز ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د هلمند، کندهار او نیمروز ولایتونو لوبډلو ترمنځ د جنوب لویدیځ زون فوټسال سیالۍ د هلمند سباوون. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۲۳:۲۸
Background image

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

BACK TO NEWS