کندهار کې د ٢٠ ورزشکارانو ترمنځ د بایسکېل ځغلونې ټاکنیزې سیالۍ ترسره شوې
د کندهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د بایسکېل ځغلونې فدراسیون د استازولي له لوري او د روشن مخابراتي شرکت په مالي ملاتړ د ٢٠ ورزشکارانو ترمنځ د بایسکېل ځغلونې ټاکنیزې سیالۍ ترسره شوې.
دا سیالۍ له تخته پل ولسوالۍ څخه تر ترنک پله پورې په ۵۰ کیلو متري واټن کې ترسره شوې چې په پایله کې یې پنځه تنه د ياد ولايت د بایسکېل ځغلونې ټاکنیزې لوبډلې ته وټاکل شول.
دا سیالۍ د ولایت په کچه د غوره لوبغاړو د ټاکلو په موخه ترسره شوې او په پای کې لومړي مقام ګټونکي ته لس زره افغانۍ، دویم مقام ته پنځه زره افغانۍ او درېیم مقام ته دوه نیم زره افغانۍ د ډالۍ په توګه ورکړل شوې.
