دایکندي؛ مرکز نيلي کې د ۱۱ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پيل شوې

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۴ - ۱۱:۳
دایکندي؛ مرکز نيلي کې د ۱۱ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پيل شوې

د دايکندي ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز نيلي کې د يووالي، ژمي جام په نوم د ۱۱ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پيل شوې.

د دغو سياليو په لومړۍ لوبه کې جرفه ب منتخبې لوبډلې خپلې سیالې جرفه منتخبې لوبډلې ته د ۴/۳ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او لومړۍ بريا يې خپله کړه.

د يادو سياليو موخه په دايکندي ولايت کې د فوټبال ورزش ته وده ورکول دي، چې دوې اوونۍ به دوام وکړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۸ - ۱۲:۹
Background image

کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د والیبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د خان زاخېل لوبډلې په اتلولي. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۸ - ۱۱:۰
Background image

د کندز مرکز ښار کې د ۹۰ چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ وشوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د وزلوبې، نېزه وهلو او دودیزو لوبو ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز ښار کې د ۹۰ چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ وشوې.

پ. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۸ - ۱۰:۵۸
Background image

غزني کې د ۱۰ ورزشکارانو ترمنځ د ووشو ټاکنیزې سیالۍ وشوې

د غزني ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د ووشو ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز ښار کې د ۱۱۰ ورزشکارانو ترمنځ په تالو او ساندا سبکونو کې د ووشو ټاکنیزې سیالۍ. . .

BACK TO NEWS