کابل؛ د کابل ۱۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې پنځم پړاو ټاکنيزې سيالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۵ - ۱۰:۱۴
کابل؛ د کابل ۱۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې پنځم پړاو ټاکنيزې سيالۍ پای ته ورسېدې

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست اړوند د اتلتيک ملي فدراسیون له لوري د ياد رياست په غازي سټېډیوم کې د کابل په کچه د ۱۲۰ ورزشکارانو ترمنځ له ۱۰۰ مترو څخه تر ۵۰۰۰ مترو په بېلا بېلو واټنونو کې د ځغاستې ټاکنيزې سيالۍ پای ته ورسېدې.

دغه سيالۍ د نويو ځوانانو، ځوانانو او د مشرانو ورزشکارانو په عمري کټګوريو کې ترسره شوې، چې په پايله کې د نويو ځوانانو له کټګورۍ ۲۰ تنه، د ځوانانو له کټګورۍ ۲۵ تنه او د مشرانو ورزشکارانو له کټګورۍ ۳۰ تنه ورزشکاران، چې ټول ۷۵ تنه ورزشکاران کېږي د کابل د ځغاستې منتخبې لوبډلې ته وټاکل شول.

د یادولو وړ ده، چې د دغو سياليو د پای په مراسمو کې د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست فني او مسلکي مرستيال حافظ احمد جان ځدراڼ، د ياد رياست ورزشي مشاور قاري حيات الله رحماني او د ځغاستې ورزشکارانو ګډون کړی و.

د يادو سياليو موخه د کابل د ځغاستې منتخبې ملي لوبډلې ته د غوره ورزشکارانو موندل و، چې دوې ورځې يې دوام وکړ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۱ - ۱۵:۳۳
Background image

پکتیا؛ مرکز ګردېز ښار کې اتو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په مرکز ګردېز ښار کې د اتو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د شیرخان لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه کې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۱ - ۱۵:۲۹
Background image

کندز؛ قلعه زال ولسوالۍ کې د ۹۰ پهلوانانو ترمنځ د پهلواني سيالۍ وشوې

د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د پهلواني ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په قلعه زال ولسوالۍ کې د شمالي ولايتونو په کچه د ۹۰ پهلوانانو ترمنځ د پهلواني سيالۍ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۱ - ۱۵:۲۷
Background image

غزني کې د ۱۵ لوبډلو ترمنځ د نېزه وهنې سيالۍ وشوې

د غزني ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د وزلوبې، نېزه وهنې او دوديزو ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په ګيرو ولسوالۍ کې د ۱۵ لوبډلو (۶۰ اس ځغلوونکو) ترمنځ په ۱۵. . .

BACK TO NEWS