پکتیکا؛ مرکز ښرنه کې د نهه لوبډلو ترمنځ د نيزه وهنې سيالۍ ترسره شوې

org2_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۹ - ۱۲:۲
پکتیکا؛ مرکز ښرنه کې د نهه لوبډلو ترمنځ د نيزه وهنې سيالۍ ترسره شوې

پکتيکا ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د وزلوبې،نيزه وهنې او سيمه ييزو لوبو ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري ياد ولایت په مرکز ښرنه کې د نهو لوبډلو ترمنځ د نيزه وهنې سيالۍ د يوسف خېلو الف لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

دغو سياليو په پايله کې يوسف خېلو الف لوبډلې د ۲۸ امتيازونو په ترلاسه کولو سره لومړی،يوسف خېلو ب لوبډلې د ۱۸ امتيازونو په ترلاسه کولو سره دويم او کټواز کلب لوبډلې د ۱۶ امتيازونو په ترلاسه کولو سره درېيم مقام ترلاسه کړ.

د يادو سياليو موخه نيزه وهنې ورزش ته وده ورکول و،چې يوه ورځ يې دوام وکړ او په پای کې لومړي مقام ګټونکې لوبډلې ته يو دانه سېرلی او نورو لوبډلو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۵ - ۱۱:۲۰
Background image

دایکندي؛ اشترلي ولسوالۍ کې د ۱۵ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سيالۍ وشوې

د دايکندي ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د ځغاستې اتلتيک فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په اشترلي ولسوالۍ کې د ۱۵ ورزشکارانو ترمنځ د ځوانانو په عمري کټګورۍ کې د ځغاستې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۵ - ۹:۵۲
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۵ - ۹:۵۰
Background image

رقابت‌های دست کشتی میان ۲۰ تن در شهر زرنج برگزار شد

رقابت‌های دست کشتی میان ۲۰ تن از سوی مدیریت بازی‌های ملی و محلی در همکاری با آمریت تربیت بدنی و ورزش ولایت نیمروز، در مرکز شهر زرنج برگزار شد.

در این‌ رقابت ها ۱۰ تن حریفان خود را شکست. . .

BACK TO NEWS