کابل؛ د هېواد ورزش ادارې شپږو ورزشي فدراسيونونو مسوولينو او ورزشکارانو ته د دعوت او ارشاد رياست اصلاحي سمينار پای ته ورسېد

org2_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۹ - ۱۵:۵۵
کابل؛ د هېواد ورزش ادارې شپږو ورزشي فدراسيونونو مسوولينو او ورزشکارانو ته د دعوت او ارشاد رياست اصلاحي سمينار پای ته ورسېد

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست اړوند د دعوت او ارشاد رياست اصلاحي او د اسلامي زده کړو د ورکړې سمينارونو په دوام د ياد ریاست شپږو فدراسيونونو مسوولينو او ورزشکارانو ته اصلاحي سيمينار، چې درې ورځې مخکې پیل شوی و پای ته ورسېد.

په دغه سمینار کې د تکواندو، والیبال، سنوکر، کیک بوکسينگ، طبما او رزمي لوبو فدراسیونونو مسوولینو او شاوخوا ۱۴۰ تنو ورزشکارانو ته د اسلام مبارک دین په چوکاټ کې د ورزشي قوانینو اړوند اصلاحي سمینار وړاندې شو.

د ياد سمينار په پای کې د عمومي رياست مالي او اداري رييس مولوي عبدالناصر هاشمي ورزشکارانو ته د فکري روزنې پر اهميت خبرې وکړې او همداراز يې د سمينار په اړه بشپړ معلومات وړاندې کړل.

د يادولو وړ ده، چې د سمینار په پای کې د دعوت او ارشاد ریاست له لوري گډون کوونکو مسوولینو او ورزشکارانو ته تصديق پاڼې هم ورکړل شوې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۵ - ۱۱:۲۰
Background image

دایکندي؛ اشترلي ولسوالۍ کې د ۱۵ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سيالۍ وشوې

د دايکندي ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د ځغاستې اتلتيک فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په اشترلي ولسوالۍ کې د ۱۵ ورزشکارانو ترمنځ د ځوانانو په عمري کټګورۍ کې د ځغاستې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۵ - ۹:۵۲
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۵ - ۹:۵۰
Background image

رقابت‌های دست کشتی میان ۲۰ تن در شهر زرنج برگزار شد

رقابت‌های دست کشتی میان ۲۰ تن از سوی مدیریت بازی‌های ملی و محلی در همکاری با آمریت تربیت بدنی و ورزش ولایت نیمروز، در مرکز شهر زرنج برگزار شد.

در این‌ رقابت ها ۱۰ تن حریفان خود را شکست. . .

BACK TO NEWS