تخار؛ چاه آب ولسوالۍ کې د والیبال سیالۍ د پیکان لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې

org2_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۳ - ۱۸:۵۸
تخار؛ چاه آب ولسوالۍ کې د والیبال سیالۍ د پیکان لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې

د تخار ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د والیبال فدراسیون د استازولي لوري د ياد ولايت په چاه آب ولسوالۍ کې د څلور لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ چې د والیبال لوبو ته د ودې ورکولو به موخه د یوې ورځې لپاره ترسره شوې، د پیکان لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه کې پیکان لوبډلې د ٣/١ میدان په توپیر خپلې سیالې حامد ش.هید لېسې لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.

د سیالیو په پای کې اتلې لوبډلې او غوره ورزشکارانو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۲ - ۲۰:۴۷
Background image

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۲ - ۲۰:۴۶
Background image

د فوټسال له ۱۸ کلنو کم‌عمره ملي لوبډله د ارجنټاین پر وړاندې د سيالۍ ډګر ته ښکته کېږي

د افغانستان له ۱۸ کلنو کم‌عمره فوټسال ملي لوبډله به د ۲۰۲۶ ډاکار المپيکي سياليو په لړ کې د خپلې دویمې سیالۍ د ترسراوي په موخه سبا (چهارشنبه د نومبر ٤مه) د ارجنټاین پر وړاندې د سيالۍ ډګر. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۲ - ۲۰:۴۴
Background image

زابل؛ ميزانه ولسوالۍ کې د ۵۰ غېږنيونکو ترمنځ د غېږنيونې سيالۍ وشوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د ملي او دوديزو لوبو مديريت له لوري د ياد ولايت په ميزانه ولسوالۍ کې له درېيو ولسواليو ۵۰ غېږنيونکو ترمنځ د غېږنيونې سیمه ییزې آزادې سیالۍ. . .

BACK TO NEWS