غزني کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ د عصر جدید لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د غزني ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري په ياد ولايت کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ، چې يوه مياشت مخکې پیل شوې وې د عصر جدید لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سياليو په پايلوبه کې عصر جدید لوبډلې خپلې سیالې پيروزي لوبډلې ته د ۴/۳ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.
د يادو سياليو موخه د ورزشکارانو ترمنځ يووالی رامنځته کول او خلکو ته يوه سالمه تفرېح برابرول و.
د سياليو په پای کې غوره لوبډلې ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.