دایکندي؛ مرکز نيلي کې د ۲۶ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سيالۍ ترسره شوې

د دايکندي ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د ځغاستې ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز نيلي کې د ۲۶ ورزشکارانو ترمنځ د نويو ځوانانو په عمري کټګورۍ او په ۴۰۰ متري واټن کې د ځغاستې سيالۍ ترسره شوې.
دغو سياليو، چې يوه ورځ يې دوام وکړ، په پايله کې مهدي لومړۍ، قاسيم دويم او نبي درېيم مقام ترلاسه کړ.
د يادو سياليو موخه د ځغاستې ورزش ته د ځوانانو هڅول و.