کابل کې د ۳۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د ووشو ملي لوبډلې يوولسم پړاو ټاکنيزې سيالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۲ - ۱۲:۳۰
کابل کې د ۳۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د ووشو ملي لوبډلې يوولسم پړاو ټاکنيزې سيالۍ پای ته ورسېدې

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست اړوند د ووشو ملي فدراسيون له لوري د ياد رياست په ۲۵۰۰ کسيز جمنازيوم کې د هېواد له ۲۹ ولايتونو د ۳۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د ووشو ملي لوبډلې يوولسم پړاو ټاکنيزې سيالۍ د غوره لوبغاړو په ټاکلو پای ته ورسېدې.

دغه سيالۍ د تنکيو ځوانانو، نويو ځوانانو، ځوانانو او د مشرانو ورزشکارانو په عمري کټګوريو او په ساندا او فورم سبک کې ترسره شوې، چې په پايله کې له هرې کټګورۍ ۳۰ ورزشکاران، چې ټول ۱۲۰ تنه ورزشکاران کېږي د هېواد ووشو ملي لوبډلې ته وټاکل شول.

همدارنګه د ولايتونو په کچه د کابل ولايت ورزشکارانو د زياتو امتيازونو په ترلاسه لومړی، د تخار ولايت ورزشکارانو دويم او د کندز ولايت ورزشکارانو بيا در ېيم مقام ترلاسه کړ.

د دغو سياليو د پای په مراسمو کې د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رييس مولوي احمد الله وثيق، د ياد رياست فني او مسلکي مرستيال حافظ احمد جان ځدراڼ، د ورزش ادارې مالي او اداري رييس عبدالناصر هاشمي، د يادې ادارې ورزشي مشاور قاري حيات الله رحماني، د المپيکي چارو رييس داد محمد پاينده اختري، د کابل ولايت د بدني روزنې او ورزش رييس مولوي عتيق الله خالد، د ياد رياست د دعوت او ارشاد رييس مولوي داد محمد بريال عطايي، د فني او مسلکي رياست سرپرست حميد الله صافي، د کورنيو چارو وزارت وياند مفتي عبدالمتين قانع، د اطلاعاتو او فرهنګ له وزارت مولوي عبدالحق حماد، د ووشو ملي فدراسيون رهبري، ورزشکارانو او زيات شمېر مينوالو ګډون کړی وو.

په دغو مراسمو کې د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رييس مولوي احمد الله وثيق ټاکل شوو ورزشکارانو ته مبارکي وويل او د دغه ډول ملي ټاکنيزو سياليو ترسره کېدل يو غوره اقدام وباله او زياته ېې کړه: د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست وياړي، چې په مرکز او ولایتونو کې دغه ډول ملي ټاکنيزې سيالۍ ترسره کېږي او د هېواد ورزش اداره د ورزشکارانو سره په ټولو برخو کې همکاره ده او په دې هڅه کې ده، چې ورزش د هېواد په ټولو برخو کې وده وکړي.

ورپسې د کورنيو چارو وزارت وياند او د ووشو ملي فدراسيون حقوقي مشاور مفتي عبدالمتين قانع په دغه ډول ملي ټاکنيزو سياليو کې د غوره او نويو لوبغاړو پيداکول وستايل او د ورزش ادارې له رهبري څخه يې مننه وکړه، چې د ورزشي فدراسينونو په ټولو برخو کې له دوی سره همکاري کوي.

په وروستيو کې د اطلاعاتو او کلتور له وزارت مولوي عبدالحق حماد د ورزش ادارې په وروستیو لاسته راوړنو خبرې وکړې او د اسلام مبارک دین په چوکاټ کې د ورزش ارزښت بيان کړ او همدارنګه د ورزش ادارې د رهبري هڅې يې يو نيک اقدام وباله.

د يادو سياليو موخه د هېواد ووشو ملي لوبډلې ته د غوره لوبغاړو موندل و، چې پنځه ورځې يې دوام وکړ، په پای کې د کابل ولايت لوبډلې ورزشکارانو په ساندا او فورم سبک کې د زياتو امتيازونو په ترلاسه د اتلولۍ کپ او غوره لوبغاړو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۷ - ۹:۱۸
Background image

هلمند؛ نهر سراج ولسوالۍ کې د درېیوو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په نهر سراج ولسوالۍ کې د درېیوو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د آریانا لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۵:۲۰
Background image

کابل؛ پغمان ولسوالۍ کې د ٣٠ ورزشکارانو ترمنځ د ګلف ملي ټاکنیزو سیالیو لومړی پړاو سیالۍ پای ته ورسېدې

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند د ګلف ملي فدراسیون له لوري د پغمان ولسوالۍ قرغې سیمه کې د ٣٠ ورزشکارانو ترمنځ د ګلف ملي ټاکنیزو سیالیو لومړی پړاو سیالۍ پای ته ورسېدې.

په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۵:۱۳
Background image

د بامیان مرکز کې د غرختنې لوبډله د بابا غره ته وختله

د باميان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د غرختنې ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت د غرختنې څلور کسيزه لوبډله د بابا غرونو ته وختله.

ياده لوبډله د بابا غرونو ۵۱۴۰. . .

BACK TO NEWS