بدخشان؛ فیض اباد ولسوالۍ کې د ۲۰۰ چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ پای ته ورسېدې

د بدخشان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د وزلوبې ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز کې د ۲۰۰ چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ پای ته ورسېدې.
په دغو سیالیو کې د میدان حکم له لوري درې اخرالاقه اعلان شول، چې لومړی اخرالاق د سعدي پهلوان، دویم اخرالاق د شمس الله پهلوان او درېیم اخرالاق د عتیق مختار پهلوان له لوري تر حلالې دایرې ورسوه او ګټونکي شول.
د یادو سیالیو موخه د مزار شریف سیالیو ته د چاپندازانو چمتووالی و، چې څلور ورځې یې دوام وکړ.