لوګر؛ مرکز پل علم ښار کې د درېیوو ولایتونو ترمنځ د کېک بوکسېنګ سیالۍ ترسره شوې

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۴ - ۹:۳
لوګر؛ مرکز پل علم ښار کې د درېیوو ولایتونو ترمنځ د کېک بوکسېنګ سیالۍ ترسره شوې

د لوګر ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د کېک بوکسېنګ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت مرکز پل علم ښار کې د درېیوو ولایتونو ترمنځ د کېک بوکسېنګ ژمنۍ سیالۍ ترسره شوې.

په دغو سیالیو کې له لوګر، غزني او پکتیا ولایتونو څخه ورزشکارانو د تنکیو ځوانانو، نویو ځوانانو او ځوانانو په عمري کټګوریو کې ګډون کړی و، چې په پایله کې یې لوګر لومړی، پکتیا دویم او غزني درېیم مقام خپل کړ.

دا سیالۍ په ياد ولايت کې د کېک بوکسېنګ سیالیو ته وده او د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې په موخه ترسره شوې چې یوه ورځ یې دوام وکړ او په پای کې غوره ورزشکارانو ته کپونه، مډالونه، کمربندونه اوستاينليکونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۷ - ۱۳:۵۷
Background image

کابل؛ د ۵۵ بایسکل ځغلوونکو ترمنځ د بايسکل ځغلونې ملي ټاکنيزې سيالۍ پيل شوې

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست اړوند د بايسکل ځغلونې ملي فدراسیون له لوري د هېواد له ۱۴ ولايتونو څخه د ۵۵ بايسکل ځغلوونکو ترمنځ د سرکوي( جاده يي) سبک ملي ټاکنيزې سيالۍ د کابل. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۷ - ۱۳:۵۳
Background image

د ویلچر بسکتیال ملي لوبډلې د اسیایي سیالیو په خپله لومړۍ لوبه کې نیوزلنډ ته ماته ورکړه

د ویلچر بسکتبال ملي لوبډلې د ۲۰۲۵ اسیا اتلولۍ سیالیو په خپله لومړۍ لوبه کې نیوزیلنډ ته د ۶۳ – ۵۴ امتیازونو په توپیر ماته وکړه.

دغه لوبډله به خپله دویمه لوبه کې راتلونکې دوشنبه( د لړم. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۷ - ۱۳:۴۶
Background image

پکتیکا؛ برمل ولسوالۍ کې د ۳۲ ب لوبډلو ترمنځ د فوتبال سیالۍ پای ته ورسیدې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په برمل ولسوالۍ کې د ۳۲ ب لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د پیروزي لوبډلې په اتلولي پای ته. . .

BACK TO NEWS