زابل؛ په شاجوی ولسوالۍ کې د ۷۵ ورزشکارانو تر منځ د لاس چپه کولو سیالۍ وشوې

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۴ - ۹:۴
زابل؛ په شاجوی ولسوالۍ کې د ۷۵ ورزشکارانو تر منځ د لاس چپه کولو سیالۍ وشوې

د زابل ولایت بدني روزني او سپورټ امریت اړوند د ملي او دودیزو لوبو مدیریت له لوري د یاد ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې د دوو کلبونو د ۷۵ ورزشکارانو ترمنځ ملي او دودیزو لوبو ته د ودې ورکولو او پرمختګ په موخه د لاس چپه کولو سیالۍ وشوې.

دغه سیالۍ، چې د استاد روزي محمد او استاد عصمت الله کلبونو ورزشکارانو تر منځ چمتو شوې وې، په پایله د استاد عصمت الله کلب ورزشکارانو په بریا پای ته ورسېدې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۲ - ۲۰:۴۷
Background image

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۲ - ۲۰:۴۶
Background image

د فوټسال له ۱۸ کلنو کم‌عمره ملي لوبډله د ارجنټاین پر وړاندې د سيالۍ ډګر ته ښکته کېږي

د افغانستان له ۱۸ کلنو کم‌عمره فوټسال ملي لوبډله به د ۲۰۲۶ ډاکار المپيکي سياليو په لړ کې د خپلې دویمې سیالۍ د ترسراوي په موخه سبا (چهارشنبه د نومبر ٤مه) د ارجنټاین پر وړاندې د سيالۍ ډګر. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۲ - ۲۰:۴۴
Background image

زابل؛ ميزانه ولسوالۍ کې د ۵۰ غېږنيونکو ترمنځ د غېږنيونې سيالۍ وشوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د ملي او دوديزو لوبو مديريت له لوري د ياد ولايت په ميزانه ولسوالۍ کې له درېيو ولسواليو ۵۰ غېږنيونکو ترمنځ د غېږنيونې سیمه ییزې آزادې سیالۍ. . .

BACK TO NEWS