کابل کې د رزمي لوبو ملي فدراسیون ۵۵ روزونکو ته د رزمي لوبو د قواعدو د زده کړې روزنیز سمینار پای ته ورسېده

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند د رزمي لوبو ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد فدراسیون ۵۵ روزونکو او استاذانو ته د رزمي لوبو د قواعدو د زده کړې روزنیز سمینار پای ته ورسېده، چې پنځه ورځې یې دوام وکړ.
په دغه سمینار کې د هېواد د رزمي لوبو کلبونو روزونکو او استاذانو د لومړنیو مرستو د ورکړې، د ورزشي فعالیتونو په وخت د روزنې د اصولو په مراعتولو او په ورزشي سیالیو کې د ونډې اخیستو اصول موضوعات زده کړل.
د دغه سمینار د پای په مراسمو کې د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي رییس مولوي احمد الله وثیق، د کابل بدني روزنې او ورزش رییس مولوي عتیق الله خالد، د المپيکي چارو رییس داد محمد پاینده اختري او د رزمي لوبو ملي فدراسیون رهبري پلاوي ګډون کړی وو.
د سمینار په پای کې د هېواد ورزش ادارې عمومي رییس مولوي احمد الله وثیق له لوري ګډون کوونکو روزونکو او استاذانو ته د ظرفیت لوړونې سندونه ورکړل شول.