بلخ ؛ مزار شريف ښار کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۶ - ۹:۳۲
بلخ ؛ مزار شريف ښار کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د والیبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مزار شريف ښار کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د کام ايل لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه کې کام ايل لوبډلې د ۰/۳ میدانونو په توپیر خپلې سیالې چهاربولک لوبډلې ته ماتې ورکړه او د دغو سیالیو اتلولي یې وګټله.

يادې سیالۍ ورزش ته د ځوانانو د هڅونې او له نشه یي توکو څخه د ځوانانو د مخنيوي په موخه ترسره شوې، چې ۱۲ ورځې یې دوام وکړ.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۴/۸/۱۶ - ۱۸:۵۸
Background image

د موی تای درې کسیزه لوبډله د اسلامي هېوادونو د پیوستون سیالیو کې د ګډون په موخه سعودي عربستان ته روانه شوه

د موی تای درې کسیزه لوبډله چې دوه ورزشکاران او یو روزونکی پکې شامل دي، د اسلامي هېوادونو د پیوستون ۶م پړاو سیالیو کې د ګدون په موخه سعودي عربستان ته روانه شوه.

دغو ورزشکارانو ته د خدای. . .

جمعه ۱۴۰۴/۸/۱۶ - ۱۸:۵۱
Background image

رسنيز بلنليک!

رسنيز بلنليک!

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۵ - ۲۰:۱۱
Background image

د فوټسال ملي لوبډلې د اسلامي هېوادونو د پيوستون سیالیو خپله دويمه لوبه ايران سره مساوي کړه

د فوټسال ملي لوبډلې د اسلامي هېوادونو د پيوستون شپږم پړاو سیالیو خپله دويمه لوبه د ايران سره ترسره کړه، چې لوبه ۲ - ۲ مساوي پای ته ورسېده.

افغان لوبډلې په خپله لومړۍ لوبه کې تاجکستان. . .

BACK TO NEWS