د ورزش ادارې رهبري د جوزجان ولایت له ورزشي امریت څخه لیدنه وکړه

org2_admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۶ - ۲۲:۵۳
د ورزش ادارې رهبري د جوزجان ولایت له ورزشي امریت څخه لیدنه وکړه

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ريیس مولوي احمدالله وثیق او ورسره مل پلاوي يې د هېواد شمال ته د سفر پر دوام د جوزجان ولایت د ورزشي امریت له ورزشي اماکنو او اداري کارکوونکو څخه لیدنه وکړه.

په دغه لیدنه کې د بدني روزنې او ورزش عمومي ريیس مولوي احمدالله وثیق، د ياد رياست فني او مسلکي مرستیال حافظ احمد جان ځدراڼ، ورزشي ستر سلاکار قاري حیات الله رحماني او ورسره مل پلاوي، د جوزجان ورزشي امر همراه قل قرداش، د بېلابېلو فدراسیونونو استازو او ورزشکارانو ګډون کړی و.

د جوزجان ورزشي امر ښاغلي همراه قل قرداش ښاغلي وثیق او ورسره پلاوي ته یې ښه راغلاست وویل او خوښي يې وښوده چې د ياد ولايت له ورزشي امريت يې لیدنه وکړه.

ښاغلي قرداش همداراز په دغه ولایت کې د ورزشي وضعیت په اړه خبرې وکړې او د ورزش ادارې له رهبري يې وغوښتل چې په راتلونکي کې د ياد ورزشي امریت یو شمېر رغنیزې چارې چې نیمګړې پاتې دي؛ بشپړې کړي.

د هېواد د ورزش ادارې رييس ښاغلي مولوي احمدالله وثیق په خپلو خبرو کې د وروستیو ورزشي لاسته راوړنو په اړه خبرې وکړې او ويې ويل چې د ا.ا.ا په راتګ سره مو ورزش د بل هر وخت په پرتله بې ساري پرمختګونه کړي دي.

ښاغلي وثیق زیاته کړه، چې هڅه کوي له هرې ممکنه لارې د هېواد په ټولو ولایتونو کې د ورزش او ورزشکارانو ملاتړ وکړي.

نوموړي همداراز زیاته کړه چې سږ کال يې د پلازمېنې سربېره په يو شمېر ولایتونو کې هم ملي ټاکنيزې سیالۍ ترسره کړې، چې دا کار د ورزشکارانو د کیفیت په لوړولو کې رغنده رول لوبوي.

په پای کې ښاغلي وثیق د فدراسیونونو د استازو وړاندیزونه واورېدل او ژمنه یې وکړه چې په راتلونکي کال کې به د امکان تر کچې د دغه ولایت ورزشي نیمګړتیاوې پوره کړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۱۲:۲۵
Background image

ميدان وردگ کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د سوک وهنې سيالۍ وشوې

د ميدان وردگ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د سوک وهنې فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز ميدان ښار کې له پنځو کلبونو ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د سوک وهنې سيالۍ وشوې.. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۱۲:۲۴
Background image

هلمند؛ گرمسېر ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په گرمسېر ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ چې يوه مياشت مخکې پيل شوې وې د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۱۲:۲۲
Background image

ميدان وردگ؛ چک ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د ميدان وردگ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همکارۍ، د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په چک ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ چې ۵ ورځې مخکې پيل شوې وې د. . .

BACK TO NEWS