هرات کې د غر ختنې څوارلس کسېزه لوبډله د بند سبزک جنوب غرونو لوړې څوکې ته وختله

org2_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۷ - ۱۰:۵۷
هرات کې د غر ختنې څوارلس کسېزه لوبډله د بند سبزک جنوب غرونو لوړې څوکې ته وختله

د هرات ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د غر ختنې ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري په یاد ولایت کې د غر ختنې پنځلس کسېزه لوبډله د بند سبزک غرونو ۳۶۰۰ متري واټن لوړې څوکې ته په لس ساعتونو کې وختله.

د یادولو وړ ده، چې دغه سیالۍ د څوارلسو غر ختونکو ورزشکارانو له لوري په داسې حال کې ترسره شوې، چې د غر ختنې ملي فدراسیون رهبري رییس هم ګډون کړی و.

د یادې غر ختنې موخه راتلونکو سیالیو ته د غوره لوبغاړو موندل و، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۷ - ۹:۱۸
Background image

هلمند؛ نهر سراج ولسوالۍ کې د درېیوو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په نهر سراج ولسوالۍ کې د درېیوو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د آریانا لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۵:۲۰
Background image

کابل؛ پغمان ولسوالۍ کې د ٣٠ ورزشکارانو ترمنځ د ګلف ملي ټاکنیزو سیالیو لومړی پړاو سیالۍ پای ته ورسېدې

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند د ګلف ملي فدراسیون له لوري د پغمان ولسوالۍ قرغې سیمه کې د ٣٠ ورزشکارانو ترمنځ د ګلف ملي ټاکنیزو سیالیو لومړی پړاو سیالۍ پای ته ورسېدې.

په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۵:۱۳
Background image

د بامیان مرکز کې د غرختنې لوبډله د بابا غره ته وختله

د باميان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د غرختنې ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت د غرختنې څلور کسيزه لوبډله د بابا غرونو ته وختله.

ياده لوبډله د بابا غرونو ۵۱۴۰. . .

BACK TO NEWS