ننګرهار کې د څلورو ورزشکارانو ترمنځ د سکېټ نندارې ترسره شوې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست او د غزني ولایت د ورزش امریت په همغږۍ د ننګرهار ولایت مرکز جلال آباد ښار کې د څلورو ورزشکارانو ترمنځ د سکېټ نندارې ترسره شوې.
دا سیالۍ له غزني څخه ننګرهار ته د تللیو ورزشکارانو له لوري د معلم اول ګل فوټبال لوبغالي کې د ګڼو نندارچیانو په شتون کې ترسره شوې.
د دغو نندارو په پای کې ورزشکارانو ته ستاینلیکونه ورکړل شول.a