دایکندي؛ شهرستان ولسوالۍ کې د ۲۹ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پيل شوې

د دایکندي ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په شهرستان ولسوالۍ کې د ۲۹ لوبډلو ترمنځ د " ځوانانو یووالي " په نوم د فوټبال سیالۍ د ستاره ګان القان لوبډلې په بریا پيل شوې.
د دغو سیالیو په لومړۍ لوبه کې القان ستاره ګان لوبډلې خپلې سیالې مهر ځوانانو لوبډلې ته د ۹/۰ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او لومړۍ بریا یې خپله کړه.
د یادو سیالیو موخه د فوټبال ورزش ته وده ورکول دي، چې یوه میاشت په دوام وکړي.