کابل کې د اريانا ۲۰۲۵ اتلانو جام سنوکر سياليو پرانيسته وشوه

org2_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۶ - ۲۱:۴۲
کابل کې د اريانا ۲۰۲۵ اتلانو جام سنوکر سياليو پرانيسته وشوه

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست اړوند سنوکر فدراسيون له لوري د اريانا تلويزيون په مرسته او د افغان بیسیم مخابراتي شرکت په مالي لګښت د ۳۲ ورزشکارانو ترمنځ د اريانا ۲۰۲۵ اتلانو جام سنوکر سياليو پرانيسته وشوه.

د پرانيستې په دغو مراسمو کې د المپيک، بدني روزنې او ورزش فني او مسلکي معاون حافظ احمد جان ځدران، ورزشي مشاور قاري حيات الله رحماني، د یاد ریاست د نشراتو رئیس او ویاند اتل مشواڼي، د همدې رياست ارشد مشاور ګلاب الدين خپلواک، د سنوکر ملي فدراسيون رئيس وحيدالله اصغري او رهبري غړو، د اريانا تلويزون معاون لطف الله ستانکزي ګډون کړی وو.

په دې مراسمو کې د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست فني او مسلکي معاون حافظ احمد جان ځدران ګډونوالو ته په خپله وینا کې د ښه راغلاست ترڅنګ وویل: چې دغه سيالۍ د يادې برخې د ورزشکارانو د تجربو شريکولو لپاره ښه فرصت دی، ښاغلي ځدران زياته کړه، چې افغانستان د ورزش په ډګر په درېيوو وروستیو کلونو کې ښې لاسته راوړنې لرلې دي، چې ښه بېلګه يې په روان کال کې د افغان ورزشکارانو د ۱۲۵ مډالونو ګټل او لاسته راوړل دي.

دغه سيالۍ چې نن په رسمي ډول پرانيستل شوې، د ځوانانو او لويانو په کټګوري کې د ۳۲ ورزشکارانو ترمنځ د لیګ په شکل ترسره کېږي او د روانې میاشتې په ۲۳ مه نېټه به د اووه ورځو په مدت پيل او له اريانا تلويزون څخه به په ژوندۍ بڼه خپرې شي.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۵/۵/۹ - ۱۲:۵۹
Background image

کابل؛ د افغانستان د پهلوانۍ لومړی پړاو غوره ليګ د قوش‌تېپې لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېد

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست اړوند د پهلوانۍ ملي فدراسيون له لوري د هېواد له بېلابېلو ولايتونو د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د افغانستان د پهلوانۍ او غېږنيونې لومړی پړاو غوره ليګ سيالۍ،. . .

جمعه ۱۴۰۵/۵/۹ - ۱۲:۵۴
Background image

کابل کې د ۸۰ ورزشکارانو ترمنځ د پانکريشن دولسم پړاو ټاکنيزې سيالۍ پيل شوې

د کابل ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست سره په همغږۍ د پانکريشن ملي فدراسیون له لوري د کابل ولايت له څلورو زونونو څخه د ۸۰ ورزشکارانو ترمنځ د کابل ولايت د پانکريشن دولسم پړاو ټاکنيزې. . .

جمعه ۱۴۰۵/۵/۹ - ۱۲:۳۶
Background image

هلمند؛ باباجي ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په باباجي ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د همت اتلانو لوبډ‌لې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

BACK TO NEWS