په ننګرهار کې د درملو اتحادیې د لسو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال سیالۍ پای ته ورسېدې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت ټېپ بال کرکټ فدراسیون د استازولۍ په همغږۍ د یاد ولایت د مرکز جلال اباد ښار په سراج العمارت بڼ کې د درملو اتحادیې د لسو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سیالیو پایلوبه د الزمان ګروپ او هارون ځاځي لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، لومړی توپوهنه د الزمان ګروپ لوبډلې وکړه او په ټاکلو لسو اورونو کې یې سیالې لوبډلې ته د ۷ لوبغاړو په زیان ۹۳ منډې هدف کېښود، د لوبې په دویمه پاڼۍ کې هارون ځاځي لوبډلې د ټولو لوبغاړو په زیان ۶۶ منډې وکړې او په ۲۷ منډو یې ماتې وخوړه.
هېره دې نه وي، چې یادې سیالۍ دوه میاشتې وړاندې پيل شوې او تېره ورځ د الزمان ګروپ په اتلولۍ پای ته ورسېدې.