ننګرهار؛ مرکز جلال آباد ښار کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت مرکز جلال آباد ښار په کابل کمپ سیمه کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د کابل کمپ سوپر سټارز لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه د کابل کمپ ایګلز او کابل کمپ سوپر سټارز لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې پچه کابل کمپ سوپر سټارز لوبډلې وګټله او لومړی یې توپوهنه وکړه، چې په ټاکلو اتو لسو اوورنو کې یې د څلور ویکټو په زیان خپلې سیالې لوبډلې ته د ١٣٢ منډو هدف وټاکه. کابل کمپ ایګلز لوبډلې د هدف په تعقیب کې د څلورو ویکټو په زيان ١٢٣ منډې وکړې او اتو منډو په توپیر یې لوبه وبایلله.
دا سیالۍ ځوانانو ته د سالمې تفرېح برابرولو په موخه ترسره شوې، چې ٢٠ ورځې یې دوام وکړ.