زابل؛ په شاجوی ولسوالۍ کې د ۳۵ ورزشکارانو ترمنځ د جمناستیک نندارې ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د جمناستیک ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت د شاجوی ولسوالۍ اړوند د استاد روزي محمد په کلب کې د ۳۵ ورزشکارانو ترمنځ د جمناستیک ورزشي نندارې ترسره شوې.
د يادو ورزشي نندارو موخه د ورزشکارانو ترمنځ د يووالي رامنځته کول و، چې يوه ورځ يې دوام وکړ او په پای کې غوره ورزشکارانو ته ستاينليکونه ورکړل شول.