زابل؛ مرکز قلات ښار کې د ۱۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د سیمه ییزې غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د ملي او دودیزو لوبو د مدیریت له لوري د یاد ولایت مرکز قلات ښار کې د ۱۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د سیمه ییزې غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې.
دا سیالۍ د مرکز قلات او شینکۍ ولسوالۍ لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې مساوي پای ته ورسېده.
دا سیالۍ د ملي او دودیزو لوبو د ودې په موخه ترسره شوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.