لوګر؛ په محمداغې ولسوالۍ کې د ۳۵ ورزشکارانو ترمنځ د تيږې اچونې سيالۍ ترسره شوې

د لوګر ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د ملي او دوديزو لوبو مدیريت له لوري د ياد ولايت په محمداغې ولسوالۍ کې د ۳۵ ورزشکارانو ترمنځ د تيږې اچونې سيالۍ ترسره شوې.
دغو سياليو، چې يوه ورځ دوام وکړ، په پايله کې احسان الله لومړی، عمران دويم او شکُر درېيم مقام ترلاسه کړ.
د يادو سياليو موخه ملي او دوديزو لوبو ته وده ورکول او له نشه يي توکو څخه د ځوانانو لیرې والی و.
د سياليو په پای کې د لوګر ورزشي امريت له لوري غوره ورزشکارانو ته کپونه او ستاينليکونه ورکړل شول.