کندز؛ په امام صاحب ولسوالۍ کې د ۸۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش سيالۍ وشوې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۸ - ۱۲:۲۷
کندز؛ په امام صاحب ولسوالۍ کې د ۸۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش سيالۍ وشوې

د‌ کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د کورش فدراسيون د استازولۍ له لوري د امام صاحب ولسوالۍ په خورشيد ورزشي لوبغالي کې د پنځو ولایتونو د ۸۰ پهلوانانو ترمنځ د يادې ولسوالۍ وگړو لپاره د يوې سالمې تفريح برابرولو په موخه د کورش ازادې سيالۍ وشوې.

په يادو سياليو کې له جوزجان، سنمگان، بغلان، تخار او کندز ولايتونو څخه پهلوانانو گډون کړی وو، چې په پايله کې يې ۴۰ پهلوانانو خپلو سيالانو ته په ماتې ورکولو سره برياوې خپلې کړې.

د ويلو وړ ده، چې په دغو سياليو کې د کندز ولايت پهلوانان تر نورو ډېرې برياوې په خپل نوم کړې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۵ - ۱۰:۴۴
Background image

د ورزش ادارې رهبرۍ د اسلامي پیوستون د سیالیو افغان ورزشکارانو او فوټسال ملي لوبډلې سره په سعودي عربستان کې ولیدل

د ورزش ادارې عمومي رییس مولوي احمد الله وثیق او د دغې ادارې فني او مسلکي مرستیال حافظ احمد جان ځدراڼ د اسلامي پیوستون سیالیو په لړ کې له افغان ورزشکارنو او د فوټسال ملي لوبډلې مېشت ځای. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۵ - ۱۰:۴۱
Background image

بلخ ؛دهدادي ولسوالۍ کې د نهو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ ترسره شوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په دهدادي ولسوالۍ کې د نهو لوبډلو ترمنځ د واليبال سیالۍ وشوې.

د دغو سیالیو پايلوبه کې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۵ - ۱۰:۳۹
Background image

کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبدلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د والیبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د موج های آمو لوبډلې په اتلولي. . .

BACK TO NEWS