د هېواد د رزمي ورزشونو لوبډله په اوسپورټ نړيوالو سياليو کې له دويم مقام ګټلو وروسته هېواد ته راستنه شوه

org2_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲ - ۱:۱۷
د هېواد د رزمي ورزشونو لوبډله په اوسپورټ نړيوالو سياليو کې له دويم مقام ګټلو وروسته هېواد ته راستنه شوه

د افغانستان د رزمي ورزشونو د اوسپورټ سبک لوبډله د ايران هېواد په کوربتوب د رزمي ورزشونو اوسپورټ سبک نړيوالو سياليو کې له ۲۷ مډالونو او دويم مقام ګټلو وروسته نن هېواد ته راستنه شوه، چې د المپيک، بدني روزنې او سپورټ عمومي ریاست د مسولينو، ورزشکارانو او د ورزش مينوالو له لوري يې تود هرکلی وشو.

د يادې لوبډلې د ښه راغلاست په مراسمو کې د المپيک، بدني روزنې او سپورټ عمومي رياست د نشراتو او عامه پوهاوي رييس اتل مشواڼي، د رزمي ورزشونو ملي فدراسيون رييس محمد يوسف مومند، ورزشکارانو او د ورزش ګڼ شمېر مينوالو ګډون کړی و.

د رزمي ورزشونو يادې نړيوالې سیالۍ د " ۲۰۲۵ بشردوستۍ نړیوالو سیاليو " په نوم د ایران هېواد په کرمانشاه ښار کې د رزمي ورزشونو د اوسپورټ په بېلابېلو بڼو کې ترسره شوې، چې افغانستان پکې د ۲۷ مډالونو ( ۶ د سروزرو، ۹ د سپينو او ۱۲ د برنزو ) په ګټلو سره دويم مقام وګاټه.

د یادونې وړ ده، چې په دغو سیالیو کې د افغانستان په ګډون د ۱۲ هېوادونو ورزشکارانو ګډون کړی و، چې د فبروري پر ۱۱مه پيل او د همدې مياشتې پر ۱۵مه نېټه د ايران په لومړي مقام، د افغانستان پر دويم مقام او د عراق په درېيم مقام ګټلو پای ته ورسېدې.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱ - ۱۶:۵۷
Background image

پکتیکا؛ یوسف خېلو ولسوالۍ کې د شل لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په یوسف خېلو ولسوالۍ کې د شل لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د خواجه بابا. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱ - ۱۶:۵۳
Background image

کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د ۶۰ورزشکارانو ترمنځ د کورش سیالۍ ترسره شوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د کورش فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې د کندز ولایت سربېره له ګل تیپې، کلباد، قلعه زال او امام صاحب. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱ - ۱۶:۴۷
Background image

پکتیا؛ زرمت ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د کبډي سيالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیا ولايت د المپیک، بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د کبډي ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په زرمت ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د کبډي سيالۍ د الــ..منصور لوبډلې په. . .

BACK TO NEWS