افغان نېزه وهونکو د پاکستان په کوربتوب د نېزه وهنې په سياليو کې تر دې دمه درې د سرو زرو مډالونه ګټلي دي

org2_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲ - ۱:۲۵
افغان نېزه وهونکو د پاکستان په کوربتوب د نېزه وهنې په سياليو کې تر دې دمه درې د سرو زرو مډالونه ګټلي دي

افغان ورزشکارانو د پاکستان په کوربتوب د نېزه وهنې په سيالیو کې ، چې د سينګل او سيکشن په برخو کې ترسره کېږي، تر دې دمه درې د سرو زرو مډالونه ګټلي دي.

په دغو سياليو کې د افغانستان په استازيتوب اتو نېزه وهونکو، يوه روزونکي او د لوبډلې اداره کوونکي ګډون کړی، چې محمد رضا، محمد خان او سيف الرحمن په دغو سياليو کې د سرو زرو مډالونه وګټل.

د نېزه وهنې يادې سيالۍ د فيبروري مياشتې پر ۱۶مه نېټه د افغانستان، پاکستان، سعودي عربستان او يمن هېوادونو په ګډون پيل شوې او د همدې مياشتې پر ۳۰مه نېټه به پای ته ورسېږي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱ - ۱۶:۵۷
Background image

پکتیکا؛ یوسف خېلو ولسوالۍ کې د شل لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په یوسف خېلو ولسوالۍ کې د شل لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د خواجه بابا. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱ - ۱۶:۵۳
Background image

کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د ۶۰ورزشکارانو ترمنځ د کورش سیالۍ ترسره شوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د کورش فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې د کندز ولایت سربېره له ګل تیپې، کلباد، قلعه زال او امام صاحب. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱ - ۱۶:۴۷
Background image

پکتیا؛ زرمت ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د کبډي سيالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیا ولايت د المپیک، بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د کبډي ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په زرمت ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د کبډي سيالۍ د الــ..منصور لوبډلې په. . .

BACK TO NEWS