ننګرهار کې د ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د ووشو سيالۍ ترسره شوې

org_admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۴ - ۹:۲۶
ننګرهار کې د ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د ووشو سيالۍ ترسره شوې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د ووشو ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت د شپږمې ناحیې په ورزشي جمنازیوم کې له مرکز او ولسوالیو څخه د لس کلبونو ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د ووشو سیالۍ ترسره شوې.

دغه سيالۍ، چې د نويو ځوانانو، ځوانانو او د مشرانو ورزشکارانو په عمري کټګوريو ترسره شوې، په پايله کې مرتضی لومړی، هارون دويم او سبحان الله بيا درېيم مقام ترلاسه کړ.

د يادو سياليو موخه ورزش ته د ځوانانو هڅول او يووالی رامنځته کول و، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.

د سياليو په پای کې غوره ورزشکارانو ته مډالونه او ستاينليکونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۱۰:۱۲
Background image

رسنیز بلنلیک!

 

رسنیز بلنلیک!

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۹:۴۸
Background image

په کابل کې د ۱۷ فوټبال غوره ليګ سياليو دويمه اوونۍ پای ته ورسېده

د دغو سياليو په لومړۍ لوبه کې ارمان اف .سي لوبډلې خپلې سیالې استقلال کابل لوبډلې ته د ۴-۰ ګولونو په توپير ماتې ورکړه.

په دويمه لوبه کې سرسبز ياشلر فارياب لوبډلې خپلې سیالې سرخ پوشان. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۹:۴۳
Background image

کابل؛ د هېواد ورزش ادارې رهبرۍ د پهلوانۍ نړیوالو لوبڅارانو سره ولیدل

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست عمومي رئیس مولوي احمدالله وثیق او د یاد ریاست فني او مسلکي مرستیال حافظ احمد جان ځدراڼ او د رهبرۍ غړو د ایران هېواد د پهلوانۍ دوو نړیوالو. . .

BACK TO NEWS