لغمان؛ په الينګار ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۵ - ۱۳:۲۵
لغمان؛ په الينګار ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د لغمان ولایت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د واليبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت د الينګار ولسوالۍ په نيازي شيخانو کلي کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ د کندې منتخبې لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د يادو سياليو په پايلوبه کې د کندې منتخبې لوبډلې خپلې سیالې عاطف کلب لوبډلې ته د ۳/۰ ميدانونو په توپير سره ماتې ورکړه او اتلولي يې وګټله.

د يادو سياليو موخه ورزش ته د ځوانانو هڅول و، چې ۱۴ ورځې يې دوام وکړ، په پای کې غوره لوبغاړو ته کپونه، مډالونه او ستاينليکونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱ - ۱۲:۵
Background image

بلخ کې د ۸۰ ورزشکارانو ترمنځ د جودو ټاکنيزې سيالۍ وشوې

د بلخ ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د جودو فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په کشندې ولسوالۍ کې د ۸۰ ورزشکارانو ترمنځ د يادې ولسوالۍ منتخبې لوبډلې ته د غوره ورزشکارانو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱ - ۹:۳۷
Background image
یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱ - ۹:۱۹
Background image

لوگر؛ خروار ولسوالۍ کې د ۲۵ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ اختریزې سيالې پای ته ورسېدې

د لوگر ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د ټېپ بال کرکټ فدراسيون د استازولۍ له لوري د خروار ولسوالۍ په شيخانو کلي کې د ۲۵ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ اختريز جام سیالۍ، چې ۲۴ ورځې. . .

BACK TO NEWS