زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د کيک بوکسينگ سيالۍ وشوې

org2_admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۱ - ۱۵:۵۱
زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د کيک بوکسينگ سيالۍ وشوې

د زابل ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د کيک بوکسينگ فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په شاجوی ولسوالۍ کې د پنځو کلبونو د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د کيک بوکسينگ سيالۍ وشوې.

په يادو سياليو کې له پيروزي، روفي، يارمل، توخي او همراز کلبونو څخه ورزشکارانو د نويو ځوانانو، ځوانانو او لويانو په عمري کټگوريو کې گډون کړی وو، چې په پايله کې پيروزي کلب لومړی، روفي کلب دويم او همراز کلب بيا درېيم مقام ترلاسه کړ.

د يادولو وړ ده، چې د دغو سياليو موخه د کيک بوکسينگ ورزش ته وده ورکول او د ځوانانو ترمنځ يووالی وو، چې دوې ورځې يې دوام وکړ.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۳/۳۱ - ۱۵:۱۷
Background image

زابل کې د ۳۰۰ غېږ نيونکو ترمنځ د غېږ نيونې ټاکنیزې سيالۍ پای ته ورسېدې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د ملي او دودیزو لوبو مدیریت له لوري د ياد ولايت په ميزانه ولسوالۍ کې د ۳۰۰ غېږ نيونکو ترمنځ د زابل منتخبې لوبډلې ته د غوره غیږ نيونکو ټاکلو. . .

شنبه ۱۴۰۴/۳/۳۱ - ۱۴:۴۰
Background image

څوکۍ ولسوالۍ لوبډلې د کونړ ولايت په کچه د واليبال سياليو اتلولي وگټله

د کونړ ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز نوآباد سيمه کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د ياد ولايت په کچه د واليبال سيالۍ، چې ۱۵ ورځې. . .

شنبه ۱۴۰۴/۳/۳۱ - ۱۴:۳۸
Background image

کندز پيروزي لوبډلې د شمال ختيځ زون په کچه د فوټبال ليگ سياليو اتلولي وگټله

د کندز ولايت ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست او د فوټبال ملي فدراسیون په گډه همکارۍ او د روشن مخابراتي شرکت په مالي ملاتړ د ياد ولايت په مرکز کې د څلورو ولايتونو ترمنځ د شمال زون په. . .

BACK TO NEWS