کندز؛ ګل تیپې ولسوالۍ کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۲ - ۱۲:۰
کندز؛ ګل تیپې ولسوالۍ کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په ګل تیپې ولسوالۍ کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د چهل چنار آلچین لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه کې چهل چنار آلچین لوبډلې د ۴/۱ ګول په توپیر خپلې سیالې اتحاد کته قورق لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.

دا سیالۍ ورزش ته د ځوانانو د هڅول په موخه ترسره شوې، چې درې میاشتې یې دوام وکړ او په پای کې اتلې لوبډلې او غوره لوبغاړو ته بېلابېلې ورزشي ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۵/۸/۲۲ - ۱۲:۰
Background image

خوست؛ په مرکز متون کې د اتو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت او امنیه قوماندانۍ په ګډه همغږۍ په مرکز متون شيخ زايد ورزشي جمنازيوم کې د اتو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې.

د دغو سياليو لومړۍ لوبه د. . .

جمعه ۱۴۰۵/۸/۲۲ - ۱۱:۵۴
Background image

پکتیا؛ زرمت ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په زرمت ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د کلالګو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه کې. . .

جمعه ۱۴۰۵/۸/۲۲ - ۱۱:۵۲
Background image

خوست کې د ٥٦ ورزشکارانو ترمنځ دودیزې سیالۍ ترسره شوې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز اړوند چولانو سیمه کې د ٥٦ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو، رسۍ کش کولو او تیږې اچولو دودیزې سیالۍ ترسره شوې.

د یادو. . .

BACK TO NEWS