هلمند؛ په نادعلي ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د ټېټ بال کرېکټ سيالۍ پيل شوې

د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د ټېب بال کرېکټ فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په نادعلي ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د ټېټ بال کرېکټ سيالۍ د هارون لوبډلې په بريا سره پيل شوې.
د دغو سياليو لومړۍ لوبه د اکبر خادم او هارون لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، اکبر خادم لوبډلې د پچې په ګټلو سره د توپ وهنې پرېکړه وکړه، چې په ټاکلو ۱۲ اورونو کې مقابلې لوبډلې ته د ۹۵ منډو هدف وټاکه. په ځواب کې هارون لوبډلې ټاکل شوې هدف د لوبې په څلورم اور کې د دوو لوبغاړو په سوځېدو سره پوره کړ او لوبه يې د اتو ویکټو په توپیر سره وګټله.
د يادو سياليو موخه ورزش ته د ځوانانو هڅول دي، چې يوه مياشت به دوام وکړي.