ننگرهار؛ مومندرې ولسوالۍ کې د ۶۰ لوبډلو ترمنځ د رمضان جام په نوم د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پيل شوې

د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مومندرې ولسوالۍ کې د ۶۰ لوبډلو ترمنځ د يادې ولسوالۍ وگړو لپاره د سالمې تفريح برابرولو په موخه د رمضان جام په نوم د ټېپ بال کرېکټ شپنۍ سيالۍ پيل شوې.
د يادو سياليو لومړنۍ لوبه د شينوارو ينگ او ساکي سټار لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، ساکي سټار لوبډلې د لوبې پچه وگټله او لومړی يې د توپ وهنې پرېکړه وکړه، چې په ټاکلو لسو اورونو کې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو سره سيالې لوبډلې ته د ۱۲۶ منډو هدف وټاکه، په مقابل کې شينوارو ينگ لوبډلې ياد هدف د لوبې په وروستي اور کې ترلاسه کړ او د شپږو ويکټو په توپير يې بريا خپله کړه.
د ويلو وړ ده، چې دغه سيالۍ به شاوخوا ۲۰ ورځې دوام وکړي.