ریال مادرید رایووایکانو لوبډلې ته ماتې ورکړه

org_admin
ریال مادرید رایووایکانو لوبډلې ته ماتې ورکړه

د اسپانیا فوټبال غوره لیګ ۲۷‌مې اونۍ پر دوام: ریال مادرید د ۲ – ۱ ګولونو په توپیر رايو وايکانو لوبډلې ته ماتې ورکړه.

په دغه سیالۍ کې کیلیان امباپه او وینیسیوس جونیور د ریال په ګټه ګولونه ووهل.

ریال په دغه لیګ کې تر دې دمه له ۲۷ لوبو څخه ۱۷ ګټلي، څلور يې بایللي او شپږ يې بیا مساوي کړي دي، چې د ۵۷ امتیازونو په درلودلو سره د جدول په دویم مقام کې قرار لري.

همدارنګه بارسلونا او اتلتیکو مادرید د لومړي او درېیم مقام درلودونکي دي.

د اسپانیا فوټبال غوره لیګ سیالۍ د شل لوبډلو ترمنځ پيل شوي، چې ۲۷‌مه اونۍ يې روانه ده او ۱۱ اونۍ به نور هم دوام ولري.