ننگرهار؛ روداتو ولسوالۍ کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د رمضان جام په نوم د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پيل شوې

org2_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۲:۱۱
ننگرهار؛ روداتو ولسوالۍ کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د رمضان جام په نوم د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پيل شوې

د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په روداتو ولسوالۍ کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د ااا له نظام څخه د ملاتړ په موخه د رمضان جام په نوم د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پيل شوې.

د يادو سياليو لومړنۍ لوبه د بانډې ځوانانو او حصار شاهي تندر لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، بانډې ځوانانو لوبډلې د لوبې پچه وگټله او لومړی يې د توپ وهنې پرېکړه وکړه، چې په ټاکلو ۱۲ اورونو کې يې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو سره سيالې لوبډلې ته د ۱۲۵ منډو هدف وټاکه، په مقابل کې حصار شاهي تندر لوبډلې ياد هدف د‌ دوو لوبغاړو په سوځېدو سره په شپږم اور کې ترلاسه کړ او لوبه یې د اتو ویکټو په توپير وگټله.

د يادولو وړ ده، چې دغه سيالۍ به دوې اوونۍ دوام وکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۴ - ۱۷:۴
Background image

#عکسونه

خوست کې له ۱۷ کلنو کم عمره فوټسال ملي لوبډلې د اتلولۍ په پار جوړ شوي جشن، څو زړه راښکونکي انځورونه!

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۴ - ۱۷:۱
Background image

#عکسونه

د پکتیا غیور ولس له لوري د ۱۷ کلونو کم عمره فوټسال ملي لوبډلې د تود هر کلي څو په زړه پوري انځورونه!

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۴ - ۱۶:۵۹
Background image

#عکسونه

#عکسونه

د آسیا اتلان خوست ولایت ته ورسېدل او په څو شېبو کې به د دوی لپاره ځانګړې غونډه پیل شي.

BACK TO NEWS