ننګرهار کې د درېيو ولايتونو د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د رمضان جام په نوم د واليبال شپنۍ سيالۍ پيل شوې
د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د واليبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز جلال اباد ښار په سراج العمارت بڼ کې د درېيو ولايتونو د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د رمضان جام په نوم د واليبال شپنۍ سيالۍ پيل شوې.
په يادو سياليو کې د ننګرهار، لغمان او کونړ واليبال لوبډلو ګډون کړی دی، چې په لومړۍ لوبه کې د مقدس لوبډلې خپلې سیالې غوچکو لوبډلې ته د ۲/۱ ميدانونو په توپير سره ماتې ورکړه او لومړۍ بريا يې خپله کړه.
د يادو سياليو موخه د ځوانانو ترمنځ د يووالي رامنځته کول دي، چې ۱۰ ورځې به دوام وکړي.
