میدان وردګ؛ چک ولسوالۍ کې د ۱۵ لوبډلو ترمنځ د غشي ویشتلو اختريزې سیالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱/۱۴ - ۲۳:۳۳
میدان وردګ؛ چک ولسوالۍ کې د ۱۵ لوبډلو ترمنځ د غشي ویشتلو اختريزې سیالۍ پای ته ورسېدې

د میدان وردګ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د غشي ویشتلو فدراسیون د استازولۍ له لوري یاد ولایت په چک ولسوالۍ کې د ۱۵ لوبډلو ترمنځ د غشي ویشتلو اختريزې سیالۍ د محمد یارخېلو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه د وردګ اتلانو او محمد یارخېلو لوبډلو تر منځ ترسره شوه، چې محمد یار خېلو لوبډلې د ۴۳/۲۰ نمرو په ګټلو سره خپلې سیالې لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.

دا سیالۍ د کوچني اختر د نمانځلو او د سیمې د خلکو لپاره د سالمې تفرېح برابرولو په موخه ترسره شوې، چې په پای کې لومړي او دویم مقام لوبډلو ته د غشي ویشتلو یوه- یوه لیندۍ او کپونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۴ - ۱۷:۴
Background image

#عکسونه

خوست کې له ۱۷ کلنو کم عمره فوټسال ملي لوبډلې د اتلولۍ په پار جوړ شوي جشن، څو زړه راښکونکي انځورونه!

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۴ - ۱۷:۱
Background image

#عکسونه

د پکتیا غیور ولس له لوري د ۱۷ کلونو کم عمره فوټسال ملي لوبډلې د تود هر کلي څو په زړه پوري انځورونه!

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۴ - ۱۶:۵۹
Background image

#عکسونه

#عکسونه

د آسیا اتلان خوست ولایت ته ورسېدل او په څو شېبو کې به د دوی لپاره ځانګړې غونډه پیل شي.

BACK TO NEWS