غزني کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د فوټسال رمضان جام سیالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۱۷ - ۲۱:۳۷
غزني کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د فوټسال رمضان جام سیالۍ پای ته ورسېدې

د غزني ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت په همکارۍ او د اولیا ښار جمنازیوم د مسوول له لوري په یاد ولایت کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د فوټسال رمضان جام سیالۍ د یاران فرید لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سیالیو په پایلوبه کې یاران فرید لوبډلې خپلې سیالې صداقت قلعه نو لوبډلې ته د ۲/۰ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.

د یادو سیالیو موخه د روژې مبارکې میاشتې نمانځل و، چې یوه میاشت یې دوام وکړ.

د سیالیو په پای کې د ورزش مسوولینو له لوري غوره لوبډلې ته د اتلولۍ جام او غوره لوبغاړو ته ورزشي ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۴ - ۱۱:۲۲
Background image

#عکسونه

#عکسونه

د آسیا اتلان د پکتیا ولسونو په منځ کې.

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۴ - ۱۱:۲۰
Background image

#عکسونه

#عکسونه

له ١٧ کلونو کم عمره فوټسال ملي لوبغاړي او د اسیا اتلان د پکتیا ولایت مرکز ګردېز ښار ته ورسېدل او د ياد ولايت د ولسونو له تود هرکلي سره مخ شول.

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۴ - ۱۱:۱۶
Background image

#عکسونه

#عکسونه

دفوټسال له ١٧ کلونو کم عمره ملي او د اسیا اتله لوبډله د پکتیا ولسونو له تود هرکلي سره مخ شوه.

نن دغو لوبغاړو ته په پکتيا او خوست کې ځانګړي تشويقي مراسم نیول شوي دي.

BACK TO NEWS