زابل؛ په ارغنداب ولسوالۍ کې ۱۶ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۱۸ - ۱۵:۳۴
زابل؛ په ارغنداب ولسوالۍ کې ۱۶ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د زابل ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د واليبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په ارغنداب ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ د نېک نام لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سياليو په پايلوبه کې نيک نام لوبډلې خپلې سیالې دولت خېلو لوبډلې ته د ۲/۱ ميدانونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې وګټله.

د دغو سياليو موخه د يادې ولسوالۍ د وګړو لپاره د يوې سالمې تفريح برابرول و، چې ۸ ورځې یې دوام وکړ.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۴ - ۱۱:۲۲
Background image

#عکسونه

#عکسونه

د آسیا اتلان د پکتیا ولسونو په منځ کې.

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۴ - ۱۱:۲۰
Background image

#عکسونه

#عکسونه

له ١٧ کلونو کم عمره فوټسال ملي لوبغاړي او د اسیا اتلان د پکتیا ولایت مرکز ګردېز ښار ته ورسېدل او د ياد ولايت د ولسونو له تود هرکلي سره مخ شول.

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۴ - ۱۱:۱۶
Background image

#عکسونه

#عکسونه

دفوټسال له ١٧ کلونو کم عمره ملي او د اسیا اتله لوبډله د پکتیا ولسونو له تود هرکلي سره مخ شوه.

نن دغو لوبغاړو ته په پکتيا او خوست کې ځانګړي تشويقي مراسم نیول شوي دي.

BACK TO NEWS