په کابل کې د روسيې سفير د هېواد د ورزش ادارې له عمومي رئيس سره وليدل

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱/۲۶ - ۱۴:۲
په کابل کې د روسيې سفير د هېواد د ورزش ادارې له عمومي رئيس سره وليدل

په کابل کې د روسيې هېواد سفير دميتري ژيرنوف د هېواد د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست له رئيس مولوي احمدالله وثيق سره د نوموړي په کاري دفتر کې وليدل.

په دغه ليدنه کې ښاغلي مولوي احمدالله وثيق، کابل کې د روسيې سفير او مل پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ په افغانستان کې د ورزش ودې او وروستيو لاسته راوړنو پر هکله هر اړخيز معلومات وړاندې کړل او د ورزش په برخه کې يې د دوه اړخيزو همکاريو غوښتنه وکړه.

دغه راز نوموړي زياته کړه، چې افغانستان او روسيه ښې دوستانه اړيکې لري او هيله يې څرګنده کړه، چې د دواړو هېوادنو ترمنځ دغه دوستانه اړيکې لا پراخې شي.

همدارنګه د روسیې سفير ښاغلي دميتري ژیرنوف، دا ډول ليدنې د دوه اړخيزو اړيکو په پراختيا کې اغيزمنې وبللې او زیاته يې کړه، چې موږ يو له بل سره ښې اړیکې لرو او زه به له خپلو چارواکو سره د دوه اړخيزو دوستانه اړيکو د لا پراختیا په هکله خبرې وکړم.

د دې ليدنې په پای کې د روسيې سفير او مل پلاوي، په کابل کې د افغانستان د فوټبال فدراسیون له رزشي ميدانونو او ودانیو هم ليدنه وکړه.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۷ - ۹:۱۸
Background image

هلمند؛ نهر سراج ولسوالۍ کې د درېیوو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په نهر سراج ولسوالۍ کې د درېیوو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د آریانا لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۵:۲۰
Background image

کابل؛ پغمان ولسوالۍ کې د ٣٠ ورزشکارانو ترمنځ د ګلف ملي ټاکنیزو سیالیو لومړی پړاو سیالۍ پای ته ورسېدې

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند د ګلف ملي فدراسیون له لوري د پغمان ولسوالۍ قرغې سیمه کې د ٣٠ ورزشکارانو ترمنځ د ګلف ملي ټاکنیزو سیالیو لومړی پړاو سیالۍ پای ته ورسېدې.

په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۵:۱۳
Background image

د بامیان مرکز کې د غرختنې لوبډله د بابا غره ته وختله

د باميان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د غرختنې ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت د غرختنې څلور کسيزه لوبډله د بابا غرونو ته وختله.

ياده لوبډله د بابا غرونو ۵۱۴۰. . .

BACK TO NEWS