د پکتیکا په ولایت که د والیبال لیگ سیالۍ پای ته ورسیدلی

ناپیژنده (not verified)
شنبه ۱۴۰۰/۴/۵ - ۹:۲۱
د پکتیکا په ولایت که د والیبال لیگ سیالۍ پای ته ورسیدلی

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش اداري لخوا د والیبال لیګ د ځوانانو د سالمې روغتیا په ویاړ د ورزشې اداري د واليبال لوبډلې په اتلولى پاى ته ورسيد. دغه سیالئ د ځوانانو د سالمۍ روغتیا په وياړ د ورزشې اداري لخوا په لاره اچول شوي وي چی 15 لوبډلو پکښي ګډون کړى وو، لوبې ګروپی شکل وي او د ۲۰ ورځو په تیریدو سره پای ته ورسیدلي ، پاى لوبې ته يي د بیدار ملنګ واليبال لوبډلې او ورزشې اداري واليبال لوبډلې لار پيدا کړه چه دواړو لوبډلو ترمنځ لوبه ترسره شوه د ورزشې اداري واليبال لوبډله وتوانيد له چي درى مقابل صفر سره لوبه د ځان په ګټه کړي او د دغه لیګ اتلولې یي خپله کړه . په اخير کښي د ورزشې چارو آمر محمد امين همت د لوبو په اړه معلومات ورکړ او د ورزشې چارو اداري لخوا چمتو شوي ډالئ ورزشکارانو ته ورکړل شوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۰:۳۵
Background image

زابل کې د ١٦ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سیالي ترسره شوه

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت په همغږۍ، د اتلتیک فدراسیون استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز قلات ښار کې د ١٦ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سيالي ترسره شوه.

دغه سیالي، چې په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۰:۳۲
Background image

هلمند؛ نادعلي ولسوالۍ کې د جمناسټیک کلب پرانيستل شو

د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت سره په همغږۍ د نادعلي ولسوالۍ په ناقل آباد سيمه کې د استاد مطيع محمود خېل په مالي لگښت د ۱٫۲۰۰۰۰ زره افغانيو په ارزښت د جمناسټیک کلب ۵مه څانگه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۰:۲
Background image

خوست کې د فوټبال لس لوبڅارانو ته د لوبڅارنې روزنیز سمینار پیل شو

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت د فوټبال لس لوبڅارانو ته د لوبڅارنې روزنیز سمینار پیل شو، چې درې ورځې به دوام وکړي.

دغه سمینار د استاد بادشامیر ملنګ لخوا. . .

BACK TO NEWS